یکنانیوز راپور راکوي، د الاتحاد د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر محمود الهاشمي،د ایکنا لپاره په یوه یاددښت کې د ایران له خوا د قطر په العدید امریکائي پوځي اډې باندې د برید په اړه مهم ټکي تحلیل کړي دي:
۱. دا درېیم ځل دی چې ایران په په پوځي بڼه پر متحده ایالاتو برید کوي. لومړی په ۲۰۱۹ کال کې ئې د امريکا یوه پرمختللې جاسوسي الوتکه راوغورځوله؛ بیا ئې په ۲۰۲۰ کال کې په عراق کې په عین الاسد اډې باندې برید وکړ. دا ځل ئې د نړۍ تر ټولو لوئې امريکايي پوځي اډې، یعنې د قطر په العدید امریکائي پوځي اډې باندې برید وکړ.
۲. نړۍ په دې پوهه شوې چې ایران د خپلې خاورې پر ضد هر ډول تېري ته ځواب کوټلی ځواب ورکوي له دې پرته چې د دغه تېري لګښت او پايلې څه وي یا دا تېری له کوم اړخ څخه رامینځته شي.
۳. د قطر په العدید امریکائي پوځي اډې باندې د ایران توغندوي برید د فارس خلیج د څنډې هېوادونو لپاره دوه ټکي روښانه کړل: لومړی، امريکا د دوي د خوندیتوب توان نه لري؛ دویم، اسرائیل د سیمه ییزو کړکیچونو تر شا دی.
۴. د ایران له خوا د العدید پوځي اډې باندې برید د فارس خلیج هېوادونو ته، چې د امريکايي پوځي اډو کوربه توب کوي، دا روښانه کړه چې دا پوځي اډې د دوي د موجودیت او برخلیک لپاره د اندیښنې او ګواښ سرچینه شوې دي. دوي اوس په دې ته فکر کوي چې که امريکا له نورو هېوادونو سره په کومه جګړه کې ښکېله شي، د دوی د برخلیک په اړه به څه پېښ شي؟
۵. د العدید امریکائي پوځي اډې باندې له توغندوی برید وروسته د امريکا غبرګون د ایران لپاره د سولې پیغامونه درلودل، چې د ایران د ځواک،،پیاوړتیا،قدرت ، زړورتیا او جرئت منل ښئي.
۶. اسرائیل پوه شوي چې متحده ایالات په دې کچه ودرېدل او باید د خپل دفاع لپاره لارې چارې ولټوي. له همدې امله، سمدستي یې پر ایران برید وکړ څو دا پیغام ورکړي چې یوازې هم د ایران پر وړاندې د مقابلې توان لري او امريکا ته اړتیا نه لري، خو د ایران چټک غبرګون دا پروژه ودروله.
۷. د ایران په العدید امریکائي پوځي اډې باندې د توغدوي برید په اړه ټولې غندنې بیانیې د "تسلي" په څېر دي، ځکه ټولو ته معلومه ده چې دا اډه د ځمکې، وسلو او پرېکړو له پلوه د امريکا تر کنټرول لاندې ده.
۸. ایران دومره توغندي د العدید امریکائي پوځي اډې پر لور وتوغول چې د امريکا له خوا د دوي د ایټمی تاسیساتو پر وړاندې د هغوی د بریدونو سره برابر وو، او دا عمل ځانګړي پیغامونه لري. پلان دا وو چې ایران به په عراق او بحرین کې دوه نورې اډې هم په نښه کړي څو د اهدافو په شمېر کې هم توازن وساتل شي، خو داسې ښکاري چې اړیکو دا بریدونه ودرول، چې دا پایله په بشپړه توګه د ایران په ګټه وه.
۹. د ایران له خوا په العدید امریکائي پوځي اډې باندې برید او د امريکا نرم غبرګون د ایران پر ضد د امريکايي بندیزونو د اغېز کمولو لپاره لاره هواره کړه، له بلې خوا نور هېوادونه هم ممکنه ده د ایران په ګټه دا بندیزونه له پامه وغورځوي.
۱۰. د امريکا او ایران ترمینځ بریدونه—د ځینو عربي محافلو د ادعاوو په اپوټه ،یوازې یوه "ننداره" نه ده، بلکې د ځواک او قدرت د انډول د برابرولو لپاره یوه جګړه ده. پوښتنه دا ده: له کوم وخت راهیسې متحده ایالاتو، د یوه پوځي زبرځواک زبرځواک په توګه، کوم بل هېواد ته، که واړوکی وي یا لوی، اجازه ورکړې چې—حتی په تیږو سره—د هغه پوځي ځایونه په نښه کړي؟ ایا دا بریدونه د نړیوالو په وړاندې د امريکا اعتبار او باؤر ته تاوان او زیان نه رسوي، کله چې خپل عسکر په پناه ځایونو کې پټوي او بیا د توغندیو پرله پسې څپې پر خپلو اډو ویني؟ بله پوښتنه دا ده چې د امريکايي اډې د کوربه هېواد (قطر) او د هغه د خلکو نظر د دې بریدونو په اړه څه دی او دوی به څنګه خپل راتلونکی خوندیتوب تضمین کړي؟
۱۱. د سیمې ټول هېوادونه به اړ شي چې په خپله خاورې کې موجودې امریکائي پوځي اډې په دقت سره وڅاري، ځکه د دغو پوځي اډو هر ډول کارول د ایران پر ضد د دوي په زیان او تاوان تمامېدلی شي.
۱۲. امريکا له اسرائیلو سره د ډېرې مینې او د ایران پر وړاندې د مقابلې د ناتوانۍ له امله نور د منځني ختیځ د کړکیچونو د حل لپاره د یو بریالي منځګړي په توګه رول نه شي لوبولی.
۱۳. ایران د اسرائیلي او امريکايي بریدونو په ځواب ورکولو سره د سیمې او نړۍ د خلکو رضایت ترلاسه کړ او د یو خپلواک او مقتدر هېواد په توګه راڅرګند شو چې د ډیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي دوسیو د مدیریت توان لري او همدارنګه د فلسطین د قضيې او د نړۍ د پتمنو ملاتړ کولی شي.
۱۴. په العدید امریکائي پوځي اډې باندې له توغندوي برید وروسته د ایران د خلکو جشنونو او خوشحالۍ ډکو لاریونونو د ایران حکومت او رهبرئ ته پراخه ملي او ټولنیز ژوروالی ورپه برخه کړ.
۱۵. د ایران، امريکا او اسرائیلو ترمینځ جګړې دا ثابته کړه چې عربي هېوادونه د کوم سیاسي یا امنیتي معادلې د رامینځةکولو توان نه لري او د دوي ټولې طرحې ناکامې شوې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4291015